تربېلا 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په هېواد كښې د ماحول دوسته برېښنا پېدا كو??و هڅې كو??، په 10 كلونو كښې به نوي 10 بندونه جوړوو، په مومند بند به كار په كال 2025م او په ب??اشا بند به په كال 2028م كښې بشپړ شي، تر څو چې بندونه جوړ نه شي، مونږ اوبه نه شو ذخيره كو??ې. وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د تربېلا 5 پراختيا پروژې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل مونږ هڅې كو?? چې تر كال 2030م په پاكستان كښې ماحول دوسته برېښنا جوړه شي، د تربېلا د پراختيا پروژې په نتيجه كښې به ماحول دوست برېښنا راپېدا شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل په 10 كلونو كښې به نوي 10 بندونه جوړوو، په مومند بند به كار په كال 2025م او په ب??اشا بند به په كال 2028م كښې ترسره شي. وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې د برېښنا ګرانې لوظنامې شوي او د دې په نتيجه كښې حكومت ته ګرانه برېښنا اخستل ورپغاړه شوې. حكومت د اوبو څخه د برېښنا او د شمسي توان څخه د برېښنا جوړولو هڅې كو??. ده ووئيل ټوله نړۍ د موسمياتي بدلون مسئلې سره مخ ده او د نړۍ موسم په تندې سره تودېږي، جېكب آباد په دې وخت كښې تر ټولو توده سيمه ده، په ځنګلات به مخكښې داسې اور نه لګېدو لكه ??نګ?? چې اوس لګي، په روسيه، تركيه او يونان كښې داسې اور لګېدلے كو?? چې په انساني تاريخ كښې كله هم نه ؤ لګېدلے. ده ووئېل د دې نه وړ??ندې كله داسې سېلابونه نه وو راغلي لكه اوس چې راځي. ده ووئيل چين په نړۍ كښې په تندې سره مخ په وړ??ندې روان دے، چين د وخت نه وړ??ندې د سباٶن پلان جوړوي، سباٶن لپاره د وخت نه وړ??ندې د پلان جوړولو ضرورت دے. وزيراعظم ووئېل د تربېلا بند د پراختيا 5مه پروژه ب?? د 807 مليونه ډالرو په لګښت سره ترسره شي، دا پروژه ب?? تر كال 2024م بشپړولې شي او د دې څخه ب?? 1530 مېګاواټ ارزانه ماحول دوسته برېښنا پېدا كېږي