اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي ??زير سيد فخر امام وئيلي دي چې د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكې د جائزو هڅو به اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان سا??و. د غېر سركاري تنظيم فرېنډز آف كشمير لخوا د هند د آزادې ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په اړه جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي ??زير ووئيل چې د هند و??يراعظم جواهر لال نهرو په كال 1948م كښې د كشمير مسئله ملګرو ملتونو ته يوړه او د كشميري اولس د هيلو له مخې ئې د مسئلې حل كولو باور وركړو. ملګرو ملتونو په خپلو 17 قراردادونو كښې مقبوضه كشمير لانجمنه سيمه ګرځولې او وئيلي ئې دي چې د كشمير اولس به خپله پرېكړه په خپله كوي.وفاقي ??زير ووئيل چې پاكستان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكې د جائزو هڅو اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان سا??ي.