اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئ??لي دي چې الحمد الله د عاشورې محرم الحرام په مهال په ټول هېواد كښې د امن ??و امان مجموعي صورتحال د ډاډ وړ پاتې شوے۔د مركزي كنټرول روم له مخې د عاشورې ورځې كم ??و زيات ټول جلسونه په سوله ايزه طريقه پاې ته رسېدلې دي۔د زيارت په ماښام په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په ټول هېواد كښې د مجلسونو لړۍ روانه ده۔ده ووئيل چې الحمد الله د عاشورې محرم الحرام په مهال په ټول هېواد كښې د امن ??و امان مجموعي صورتحال د ډاډ وړ پاتې شوے۔د كورنيو چارو وزير د بهاولنګر د پېښې سخته غندنه وكړه۔ده ووئيل چې مجموعي امن ??و امان لپاره پوليس٬سول آرمډ فورسز او قانون نافذ كونكې ادارې د مباركۍ مستحق دي۔د كورنيو چارو وزير د وفاقي پايه تخت٬صوبائي حكومتونه٬آزاد جمو كشمير او د ګلګت بلتستان پوليسو ته د امن ??و امان په ??اې ساتلو شاباشې وركړو۔ده ووئيل چې سول آرمډ فورسز او نورې قانون نافذ كونكې ادارې هم د انتظاميې په مرسته كولو د ستائن?? وړ دي۔