اسلام آباد28ستمبر (??ے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي ديپاکستان د افغانستان وګړو سماجي او اقتصادي ستونزو مخني??ي لپاره د هغوي بشپړه مرسته كوي٬ د افغانانو ژوند او معاش بچ كولو لپاره په انساني بنيادونو په سمدستي توګه تكنيكي او مالي مرسته پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهېپه ورځ افغانستان سره په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته خبرو اترو لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د فوډ سېكيورټي اېنډ ريسرچ وزير سيد فخر امام، د قامي سلامتيا او ستراتېژك پاليسي خاص سلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د سټېټ بېنك ګ??رنر رضا باقر ، د واپډ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن او نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د موجوده صورتحال په تناظر كښې افغانستان لپاره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل پاکستان د تعليم ، صحت او انفراسټرکچر پشمول بېلو څانګو كښې د 148.35 مېليونه ډالرو په لګښت 20 منصوبې د وړاندې نه پېل كړي او د 221.83 مېليونه ډالرو په لګښت په 9 منصوبو عمل روان دے۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان زده كوٶنكو ته په بېلو څانګو كښې درې زره علامه محمد اقبال سكالرشپس هم وركړي۔ په دې موقع د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام ووئيل د 14 مېليونه نه زياتو افغانانو لپاره د خوراك د شديد بحران پحقله رپورټس اندېښمن دي۔ په صورتحال د خپلې اندېښنې څرګندونې سره سيد فخر امام افغانانو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د ملاتړ او يوالي په ضرورت زور رواړو۔ د سټېټ بېنك ګ??رنر د افغانستان بېنك ته په آسانۍ سره كار كولو لپاره مختلف آپشنز وركړل او په بيعه كښې استحكام ترلاسه كولو او معاش سنبهالولو مرستې لپاره ئې وړاندېزونه وركړل۔ په دې موقع معيد يوسف ووئيل د وسائلو اوورلېپنګ نه بچ كېدو لپاره كوټلې هڅې د وخت ضرورت دے۔ ده غونډه خبر كړه چې د وزيراعظم په سپارښتنو نيشنل سيکورټي ډويژن د عمل وړ پاليسي آ??شنز لپاره بېلو شراكتدارو سره مشاورت هم پېل كړے۔ ګډون كوٶنكو ټولو اړوندو شراكتدارو سره د معنې وړ مشاورت لپاره د غونډې په تابيا د اي اے ډي د هلو ځلو ستائنه وكړه