فېصل آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حب??ب وئيلي دي چې حكومت د وزيرا??ظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د نړۍ غوره يونيورسل هېلتھ انشورنس سسټم راوړي، د دسمبر د 31مې نېټې نه ??ر مارچ پورې به د پنجاب 12 كروړه كورنيو ته هېلتھ كارډ وركولې شي، د ډي جي خان، بهاولپور او ساهيوال ډويژن آبادې ته به اول هېلتھ كارډونه وركولې شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پنجاب مېډيكل كالج﴿ فېصل آباد مېډيكل يونيورسټي﴾ 14م كانووكېشن ته په خپله وېنا كښې وكړې.په دې موقع فارغ التحصيل ډاكټرانو ته مېډالونه او اسناد هم وركړے شول. وزير مملكت ووئيل چې كه هر څو ??رګ او ژوند د الله په اختيار كښې دے خو اوس به څوك داسې نه وي چې د نړۍ نه رخصت شي او علاج لپاره پېسې ونه لري. ده ووئيل چې لكه څنګه د خې??ر پښتونخوا حكومت د خپلې صوبې ټولو خلقو ته هېلتھ كارډ جاري كړي دي او د دوي هېلتھ انشورنس پرېميم هم ادا كوي هم داسې د پنجاب حكومت هم د وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار په مشرې كښې راتلونكو درې كلونو لپاره ريكارډ 300 اربه روپې رقم بېل كړے دے. ده ووئيل چې دا د روغتيا يو داسې نظام دے چې د نړۍ په لويو لويو پرمختلليو هېوادونو كښې ئې هم مثال نه ترلاسه كېږي.