اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ورچوئل پوهنتون ته هدايت كړے چې هغه دې د هېواد په لرې سيمو او خاص توګه بلوچستان، سندھ، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې خپله موجودګي زياته كړي، د و??چوئل پوهنتون په دائره كار كښې اضافې سره به د لرې سيمو خلقو د كورسز او اي لرننګ پروګرامونو څخه استفاده وكړې شي. د ماركيټ ضروريات پوره كولو لپاره په بېلا بېلو چانګو كښې آن لائن تعليم او تربيې ته د و??ه وركولو ضرورت دے. ده دا خبرې د نهې په ورځ د و??چوئل پوهنتون په ا??ه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په دې موقع د و??چوئل پوهنتون رېكټر ډاكټر ارشد سليم بهټ?? په هېواد كښې د اي لرننګ ودې په ا??ه د پوهنتون د كردار او كاركردګۍ په ا??ه بريفنګ وركړو. صدر مملكت ته ووئيل شول چې ورچوئل پوهنتون په كال 2021م كښې د 55 زرو نه زياتو زده كوونكو ته داخلې وركړې دي كومه چې ځانګړې كاميابي ده. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پوهنتون انتظاميې ته د نړيوال معيار ل?? مخې د كورسز ترتيب كولو هدايت وكړو. صدر مملكت په هېواد كښې د اي لرننګ ودې لپاره د پوهنتون د كردار ستائنه وكړه