اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحاتو وفاق?? وزير اسد عمر وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف د فنډ ترلاسه كولو ډېر سپېځلې ع??ل لري ځكه چې هر يو څيز په ريكارډ او دستاوېزي شكل كښې ??اتلې شوې. د نهې په ورځ د ټاكنو كميشن په وړاندې مېډيا سره په خبرو كښې وفاق?? وزير ووئيل چې د ټاكنو كميشن تاريخي كار كوي. ده ووئيل چې پيپلز ګوند او ن ليګ لپاره سكروټني كمېټې جوړې شوې دي، د دواړو ګوندونو خفيه اكاٶنټونه ر??وځ??، تحريك انصاف په سپېځلي ډول فنډ راټول كړے، د فنډونو رپورټونه دې اولس ته وړاندې كړې شي. ده ووئيل چې د سياسي ګوندونو د غېر ملكي فنډنګ په اړه د بنك اكاٶنټس د اج اخستلو تاريخي كار دے. خو ده ووئيل چې بايد كميشن دا ??ار ډېر په سپېځلي ډول بې طرفې سره وكړي. ده ووئيل چې كه د ټاكنو كميشن خپل كار په سپېځلي ډول بې طرفې سره ترسره كړي نو د دې به د پاكستان په سياست ډېر مثبت آغېز وشي.