اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز وئېلي دي نېشنل انسټي ټيوټ اف اليكټرانكس د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت يوه مهمه اداره ده كومه چې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي٬د ادارې فعالولو لپاره به لا اقدامات كول شي٬پاكستان تراوسه په ټېكسټائل انحصار كولو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د “نېشنل سائنس ټېكنالوجي پارك اليګرانكس 220;پرانستې په موقع دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔دستوره په نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرانكس(اېن آئي اي)كښې شوې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير په دې مهال ووئيل زمونږ هڅه ده چې د وزارت ماتحت ادارې فعاله ??ړې شي دغسې چې هغوي د پاكستان په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړي۔سېنېټر شبلي فراز ووئيل وفاقي كابينې د سائنس او ټېكنالوجي انووېشن پالېسۍ منظوري وركړې٬مونږ اوس د تهيورۍ نه عملي كار پلو روان يو٬ ده ووئېل سائنس او ټېكنالوجۍ كښې به تحقيق برائے تحقيق ن?? بلكې مونږ اوس د اپلائيډ ريسرچ پلو روان يو٬پاكستان تراوسه په ټېكسټائل انحصار كولو٬ نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرانكس به د نوې قيا??ت او سوچ سره وړاندې كولې شي دغسې چې دا اداره د هېواد شرح نمو زياتېدو كښې خپل كردار ادا كړي۔ده ووئيل نېشنل سائنس ټېكنالوجي پارك به د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كوي او د دې په جوړېدو يو نوے سفر پیل كېږي