ليك : ژو ژېن
ترجمه : محمد عامر آفريدي
سره د كورونا روانې وبا د بېجنګ ونټر اولمپكس ګېمز تيارې په بشپړه توګه روانې دي كوم به چې د فرورې په 4مه نېټه پېل كېږي. چين چې كله په كا?? 2015م كښې ونټر لوبې په چين كښې كولو لپ??ره د خوښې څرګندونه كړې وه ، د هغې نه پس ئې په بشپړه توګه د خپ?? عزم پوره كولو هڅې كړې دي. . د په ټوله نړۍ كښې د روانې پېړۍ د لوئې وبا باوجود چين د ټولې نړۍ څخه مېملنو او د لوبو شائقينو هركلي كولو لپ??ره سترګې په لار دے.
اسيا په وړومبي ځل په دوهم ونټر اولمپكس كښې هغه مهال ګډون وكړو كله ??ې د الپائن ريزارټس ټاٶن سوېټزرلېنډ په كوربتوب كښې جاپان د خپ?? اېتهليټس شپږ كسيزه ډله ??ډون كولو لپ??ره ولېږله او دغسې جاپان د اسيا وړومبې هېواد جوړ شو چې په ونټر اولمپكس كښې ئې ګډون وكړو.
چين په وړومبي ځل په كا?? 1980م كښې په ترسره شويو ونټر اولپمكس لوبو كښې ګډون وكړو. چين په وړومبي ځل په 16م اولمپكس كښې مېډالونه ترلاسه كړل، دا لوبې په كا?? 1992م كښې ترسره شوې وې. د دې نه پس چين په 19م ونټر اولمپكس ګېمز كښې وړومبې د سرو مېډال ترلاسه كړو كوم چې په كا?? 2002م كښې ترسره شوي وو. نن د هغو اسيائي هېوادونو شمېره ډېره شوې ده كوم چې ونټر اولمپكس ته خپ?? پلاوي لېږي او د اسيا ايتهليټس د مېډالونو ګټلو قوي مقابله كوونكي دي.
تر اوسه د نړۍ 20 ښارونو د ونټر اولمپكس كوربتوب كړے دے چې پكښې درې ښارونه په اسيا كښې دي. په دې ښارونو كښې سپرو﴿ 1972﴾ او نګانو ﴿1998﴾ په جاپان كښې دي، دريم كوربتوب كوونكې ښار د سوئيلي كوريا پيانګ چانګ دے. بيجنګ د اسيا هغه څلورم ښار دے كوم چې د ونټر اولمپكس ګېمز كوربتوب كوي.
د لوبو د لارې دوستي په نظر كښې ساتلو سره چين په ټوله نړۍ او په خاص توګه په ګاونډ كښې د لوبو په نړيوالو ايونټس كښې په فعاله توګه برخه اخلي. چين د كا?? 1963م په پېل كښې په ګېمز آف دي نيو اېمرجنګ فورسز ﴿جي اے اېن اي اېف او﴾ كوم چې د انډونېزيا په جكارته ښار كښې شوي وو، ته خپ?? پلاوې لېږلے و او د سرو زرو 66 مېډالونو سره بېرته هېواد ته راستون شوے و. په كا?? 1990م كښې د بيجنګ اېشين ګېمز د كا??يابې نه پس د چين پايه تخت بيجنګ په كا?? 2008م كښې د سمر اولمپكس په كا??يابې سره كوربتوب كړے و.
دا كومه معنٰی نه لري چې څوك د سمر يا ونټر اولمپكس لوبو كوربتوب كوي، چين ، جاپان او كوريا د دې هيلې څرګندونې سره د يو بل بشپړه ملاتړ كړے چې اولمپكس لوبې به په شمالي ختيځه اسيا او ټوله نړۍ كښې د امن او استحكام په راوستلو كښې مرسته وكړي.
لوبو امن او پرمختګ لپ??ره تل خپ?? كردار ترسره كړے او د دې په كا?? 2003م كښې د ملګرو ملتونو يو قرارداد اعتراف كړے دے. د كا?? 2022م د بيجنګ په ونټر اولمپكس ګېمز كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان او د منګوليا وزيراعظم پشمول د يو شمېر ګاونډي هېوادونو مشرانو د ګډون كولو تصديق كړے دے كوم به چې د لوبو د پرانستې په دستوره كښې ګډون كوي. د يو شمېر حكومتونو چارواكو او د يو شمېر هېوادونو اولمپك كمېټو د دې ايونټ كا??يابې لپ??ره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده.
د جنورې په 14مه نېټه چينائي مېډيا سره په شريكه مركه كښې د پاكستان صدر ښاغلي عارف علوي د ونټر اولمپكس په لړ كښې د چين د هڅو ډېره ستائنه كړې كومې به چې د خلقو او هېوادونو ترمېنځه مرستې او يووالي ته وده وركړي. صدر عارف علوي وئيلي دي چې زه باور لرم چې د بيجنګ اولمپكس لوبې به ډېرې كا??يابې وي. ده ووئيل چې پاكستان به په دې لوبو كښې په جوش و خروش سره ګډون كوي، زه باور لرم چې ځوانان ايتهليټس به د چين څخه ښكلي يادونه خپ??و هېوادونو ته ځان سره يوسي.
په مننه د اے پي پي
﴿ياد ګېرنه: ليك وال ” ژو ژېن ” د نړيوالې مطالعې سكالر دے﴾