ملتان 30 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې يوسف رضا ګېلاني چې څنګه منتخب شوے، هغه ??ون?? سره راز دے، پي پي دې د لانګ مارچ شوق پوره كړي، پيپلز ګوند چې څنګه په سېنېټ كښې د سټې?? بنك په بل ??ظرثاني كړې، هم داسې به د لانګ مارچ په پرېكړه هم نظرثاني كوي، كه پي پي د پنجاب په پلو لانګ مارچ وكړو ن?? علي زېدي هم د سندھ په پلو د لانګ مارچ كال وركړے دے. تېره ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې په پي ډي اېم كښې اتحاد نه دې پاتې شوے، ن ليګ وائي چې پيپلز ګوند د سټې?? بنك په بل د دوي ملګرتيا كړې ده. ده ووئيل چې مولانا فضل الرحمان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ته وئيلي دي چې دوي دې د خپلو غېر حاضر غړو څخه ځواب طلب كړي. ګېلاني صاحب وائي چې د شپې په 12 بجې هغه اېجنډا ترلاسه كړې، كه يوسف رضا ګېلاني غوښتل نو په 5 ساعته كښې اسلام آباد ته رسېدلې شو. ده ووئيل چې د مارچ په 22مه او 23مه نېټه پاكستان د اسلامي خارجه وزيرانو د غونډې كوربتوب كوي كومې لپاره چې د ټولو اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو ته خطونه ليكل ش??ي دي. د دې غونډې مقصد د اسلامي امت په مسئلو غور كول او په دې لړ كښې په اتفاق سره لائحه جوړول دي. ??ون?? به مېلمنو وزيرانو ته د مارچ د 23مې نېټې پريډ ښايو، هغوي به د دې قومي ورځې نه خوند واخلي. ده ووئيل چې د هند اصل څېره نړۍ ته څرګنده شوې ده. د هندوستان حكومت په هندو توا نظريه كښې قېد دے. ده ووئيل وزيراعظم به د فرورې په 4مه نېټه چين ته ځي. هغه چين سره د يووالي څرګندنې لپاره روان دے. چين ز??ون?? ستراتېژيكي شراكتدار دے. چين سره به په سباٶن كښې د تجارت په وده، سي پېك، د منطقې په صورتحال او په خاص توګه د افغانستان او كشمير په خرابېدونكي صورتحال هم خبرې كولې شي.