ماسکو 23 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خ??ن د روس صدر ولادی میر پیوټن په خاص بلنه په دوه ورځنۍ دوره ماسكو ته رسيدلے ۔ د وزیراعظم عمران خ??ن د شورو په ورځ په هوائي ميدان د روس نائب خارجه وزير ای??ور مور ګولټو هركلے وكړو۔دغسې وزیراعظم عمران خ??ن ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ وفاقی وزيران مخدوم شاہ محمود قریشی، چوهدری فواد حسېن، اسد عمر، حماد اظهر،د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د قامی سلامتیا صلاحكار معید یوسف او عامر محمود کیانی هم د وزیرِاعظم سره ملګري دي۔د روس صدر ولادی میر پیوټن په خاص بلنه وزیراعظم عمران خ??ن د روس دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔وزیرِاعظم عمران خ??ن دوه لسيزې پس ?? پاکستان وړومبې وزیرِاعظم دے څوك چې د روس دوره كوي۔د روس صدر پیوټن او وزیراعظم ملاقات د دې دورې مهمه برخه ده ۔ صدر پیوټن سره ملاقات كښې به وزیراعظم عمران خ??ن په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګ??دو??ه كوي۔ ملاقات كښې به د روس او پاکستان په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه د توان په څانګه خبرې كېږي۔ اسلاموفوبیا او د افغانستان په صورتحال به هم غور كولې شي۔ وزیراعظم به په ماسکو كښې د روس تر ټولو لوي جومات او اسلامك سنټر دورہ کوي۔وزیراعظم عمران خ??ن سره به د روس مهم قیادت پشمول نائب وزیراعظم، د روس سرمایه کار او سوداګر هم ملاقات كوي۔ د وزیراعظم د روس دورې سره به د روس او پاکستان دوه اړخيزه اړيكې له مستحکمې شي