سكهر 01 مارچ (اے پي پي) د پي ټي آئي وائس چيئرمېن مخدوم شاه محمود قرېشي او د سندھ پي ټي آئي صدر وفاقي وزير علي زيدي د خېرپور په ټنډو مستي سيمه كښې د سندھ حقونو مارچ ګډون كوونكو ته په ??پله وېنا كښې وئېلي دي په ??ندھ كښې د بدلون سيلۍ الوتې ٬د سندھ ځوانانو د بدلون بېرغ هسك كړے ٬د مشرانو دعاګانې راسره دي٬زمونږ كاميابي يقيني ده٬سيد غوث علي شاه او ارباب غلام رحيم كاركنانو سره ولاړ دي٬د دې مطلب دا دے چې حالات بدلېږي٬په ??ندھ كښې بدلون راتلونكے دے۔دوي ووئيل د سندھ واكمن جابران دي??دو?? جبر كوي٬دلته يو ځوانان ژاړي چې د ده څلور كسان وژل شوي او هغه پخپله هم په ګولۍ لګېدلې او په يار محمد منګنیجو 28 مقدمې درج كړی شوي۔دوي ووئيل د سندھ ځوانانو د بدلون بېرغ هسك كړے٬زمونږ كاميابي يقيني ده ۔ دوي ووئېل تېره شپه ??وي په لاړكانه كښې زمونږ غونډه ناكامه كولو لپاره ناولې اوبه راپرېښې وې۔دوي ووئيل كاركنا?? به نواب شاه ته رسېدو سره زرداري مافيا ته اووئي چې د دوي د يرې ورځې شروع شوي٬پي پي پي زمونږ څخه د درې نيمو كلونو حساب غوښتو لپاره راوتلې٬ دوي ووئېل مونږ به حساب وركړو خو دوي به د 15 كلونو حساب وركوي۔دوي ووئيل مونږ په ??ندھ كښې صحت كارډ وركول غواړو خو د سندھ حكومت په ??ې كښې خنډان راجوړوي٬په مارچ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب غلام رحيم٬سينئر سياستدان سيد غوث علي شاه او نور مشران هم شامل وو