اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو متاثره كوٶنكې اسلامو فوبيا عصري چيلنج او د دې د خطرناک رجحان مخنيوي لپاره د او آئي سي ?? غړو هېوادونو د اجتماعي اقدام په اهميت زور راوړې دې، د پاکستان او د سعودي عرب ترمېنځه نزدې، د ورورولۍ اړيكې او تاريخي رابطې دي، د دواړو هېوادونو ترمېنِځه په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو لپاره د نوې لارو لټولو ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د او آئي سي ?? خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په موقع د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وزيراعظم د خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود او د ??لي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نېكو ه??لو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو٬ د افغانستان په صورتحال او د مقبوضه جمو و كشمير په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه ??وه ۔ وزير اعظم عمران خان د جمو و کشمير سپېځلي كاز لپاره د سعودي د مستقل ملاتړ مننه وكړه۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود د او آئي سي ??ارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډې په كاميابۍ وزيراعظم له مباركي وركړه