اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د تېر حكومت د بد انتظامۍ او نااهلۍ د لاسه په هېواد كښې لوډشېډنګ كېږي٬ د برېښنا استعداد زمونږ د ضرورت نه زيات دې٬ په وخت د ګاز او ايندھن نه اخستلو د لاسه دا مسئلې رامخې ته شو??۔ د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې كولو په مهال ده ووئيل دا مهال په ټول هېواد كښې لوډشېډنګ كېږي٬ د تېرو درې ورځو څخه مې خپلو ملګرو او د پېټروليم او پاور وزارت چارواكو سره ملاقاتونه وكړل ٬ معلومه شوه چې د 35 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كولو استعداد موجود دې په كومه كښې چې 6 زره مېګاواټ استعداد پن برېَښنا لري۔ د پن برېښنا نه غېر هم زمونږ د هېواد ضرورت ترسره كېدې شي۔ ده ووئيل د بد?? مرغه چې كوم پلانټ د سي پېك لاندې ولګولې شؤ هغو كښې زياتره په كوئله ٬ سولر او ونډ اډانه وو 5 زره مېګاواټ د اېل اېن جي په بنياد ولګولې شؤ۔ په دې كښې يو پلانټ له په كال 2019 كښې كار پېل كول د كوم استعداد چې 1250 مېګاواټ وو٬ دا منصوبه تر دې دمه نه ده بشپړ شو?? ولې چې د دې فنانشل كلوز شو?? نه دې۔ دا د 10 اربه نه د زياتو روپو منصوبه وه۔ ??ېر حكومت دې ته هېڅ پام نه دې كړې۔ ده ووئيل اړوندو وزارتونو سره په غونډو كښې ما دوئي نه پوښتنه وكړه چې كله ګېس په درې ډالره في يونټ وو نو تاسو والې نه اخست ٬ هغه نن د 30 نه تر 35 ډالره في يونټ ته رسېدلې دې۔ ده ووئيل ما نن سهار په راول چوك كښې د منصوبې جاج اخستلو له دوره وكړه، دې منصوبې له په 24 مياشتو كښې ترسره كېدل وو۔ مونږ په 72,72 ورځو كښې داسې منصوبې جوړولو سره اولس ته سپارلې دي۔ د دې كنټرېكټر بلېك لسټ دې كوم ته چې په اورنج لائن كښې ټھېكه وركړې شو?? وه او په هغه 90 كروړه جرمانه لګولې شو?? وه۔ ??غه بلېك لسټ ټېھكه دار ته دا ټھېكه وركړې شو?? ده۔ ?? دې منصوبې نه ب??پړ كېدو د لاسه اولس ستو??زو سره مخ دې۔ ده ووئيل د لوډشېډنګ تعلق استعداد سره نه دې ٬ دا نا اهلي ده۔ ??ه ووئيل تېره حكومت د هېواد بېړي چپه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل اوس اوس خبر راغلې چې د پنجاب اسمبلۍ په دوهمم سپيكر بريد شو??٬ دا فسطائيت دې او مونږ د دې غندنه كوؤ