اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د تحريك انصاف د حكومت په دور ??ښې د سركاري قرضونو حجم د 24953 اربه روپو نه زياتېدو سره 42745 اربه روپو ته رسېدلې، د مجموعي غېر ملكي قرضو حجم د 75.4 اربه ډالرو نه زياتېدو سرهپ 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلے، تجارتي خساره د 43 اربه ډالرو په كچه ده، د بې روزګاره كسانو شمېره د 35 لكو نه زياتېدو سره 95 لكو ته رسېدلې.دا خبرې د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وفاقي كابينې ته د مفصل بريفنګ په مهال كړې دي. ده ووئيل چې د مالي كال 2017-18 په مهال د مجموعي قومي پېداوار ﴿جي ډي پي﴾ شرح نمو 6.1 فيصد وه كومه چې په كال 22-2021م ??ښې 4 فيصد ده. ده ووئيل چې صارفينو لپاره د بېعو حساس اشاريه په مالي كال 18-2017 ??ښې 0.9 فيصده وه كومه چې اوس زياتېدو سره 17.3 فيصد ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې د خوراكي څيزونو افراط زر په كال 2018م ??ښې 2.3 فيصد و كوم چې په مالي كال 2022م ??ښې 10.2 فيصد شوے. وفاقي وزيړ ووئيل چې په مالي كال 20185م ??ښې د مالياتي خسارې حجم 2260 اربه روپې و كوم چې په مالي كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 5600 اربه ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 2018م ??ښې د جي ډي پي په تناسب د ټېكسونو شرح 11.1 فيصده وه كومه چې په مالي كال 2022م ??ښې كمېدو سره 9.1 فيصد پاتې شوې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018م ??ښې په سركاري قرضونو ??ښې د اوسط كلنې اضافې حجم 2132 اربه روپې و كوم چې په كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 5083 اربه روپو ته رسېدلې. په كال 2018م ??ښې د مجموعي قرضونو او واجباتو حجم 29878 اربه روپې و كوم چې په كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 51724 اربه روپو ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 18-2017م ??ښې د غېر ملكي قرضونو حجم 75.4 اربه ډالرو و كوم چې په مالي كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلې. په كال 2018م ??ښې د غربت د ليكې د لاندې ژوند كوونك?? خلقو شمېره 55 مليونه وه كومه چې په كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 75 مليونو ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 18-2017م ??ښې د حسابات جاريه د كهاتو خساره 19.2 اربه ډالر وه كومه چې په مالي كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 20 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018م ??ښې د پاكستان تجارتي خساره 30.9 اربه ډالر وه كوم چې په مالي كال 2022م ??ښې زياتېدو سره 43 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په كال 2018م ??ښې سټېټ بانك سره د زرمبادله د پانګو حجم 10 اربه ډالر و كوم چې په كال 2022م ??ښې 10.8 اربه ډالر پاتې دے. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 2018م ??ښې د ټرانسپرنسي انټرنېشنل په رېنكنګ ??ښې پاكستان په 117م نمبر و كوم چې په كال 2021م ??ښې 140م نمبر ته تللې. په كال 2018م ??ښې په پاسپورټ رېنكنګ ??ښې د پاكستان پاسپورټ په 104م نمبر و كوم چې په كال 2022م ??ښې په 109 نمبر دے.