اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پ??وف??سر احسن اقبال د هېواد مهمې مسئلو حل كولو او د تل پاتې او د مينځنۍ مودې اقداماتو د لارې د دغې حل لټولو لپاره ټرن آراؤنډ كنفرنس(ټي اے سي)كولو پريكړه كړې۔ده دا پريكړه د شورو په و??ځ د وړومبي وزارتي غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې چې پكښې د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن٬سېكرټري٬اېډېشنل سېكرټري٬ممبرز او د ټولو سېكشنز مشرانو ګډون كولو۔د اعلٰی غونډې مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پ??وف??سر احسن اقبال ووئيل په ټي اے سي كښې د ټول پاكستان څخه سټيك هولډرز د لنډ مودې اقدامات كولو تر مخه معيشت پېل كولو لپاره رابللے شوي۔وفاقي وزير ووئيل د كنفرنس بنيادي مقصد د ټول هېواد څخه سټيك هولډرز شاملول دي او د هېواد معيشت كوم چې د بدقسمتۍ څخه په خراب حالت كښې دے٬دا به ټريك ته راوستلو لپاره د دې ان پټ اخستل دي۔ده ووئيل س?? پېك د منطقې لپاره يو لوي ګيم چينجر منصوبه ده خو د بده مرغه دا تېر حكومت نظرانداز كړې چې په نتيجه كښې يې چينائي سرمايه كار د دې ځاې څخه لاړل۔ده ووئيل د س?? پېك له مخې د كال 2013 په پېل كښې د پروژو بشپړولو لپاره په جنګي بنيادونو اقدامات شوي۔وفاقي وزير ووئيل د س?? پېك ترمخه د بېلو پروژو 90 فيصده انفراسټركچر بشپړ شوے ؤ ۔خو د بده مرغه تېر حكومت په هغې هېڅ پېشرفت نه دے كړے ۔