اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري حريت لارښود ياسين ملك ته د ??رو??و په بنياد د سزا وركولو په ضد د اسلامي مرستې تنظيم( او آئي سي ) سيکرټري جنرل حسين براهيم طحه ته خط ليكلے دے چې پكښې هغه د هند په غير ??انوني تسلط جمو او کشمير ??ښې د بشري حقونو سنګين صورتحال څخه خبر كړے شوے۔ په خاص توګه خارجه وزير حريت لارښود ياسين ملك په ضد د ??رو??و او سياسي مقاصدو لپاره مقدمه كښې په سزا د تشويش څرګندونه كړې۔دا مقدمه د هند نېشنل انوسټي ګيشن ايجنسي د هغه په ضد په 2017ء کښې په زوړ تاريخ كښې درج كړې ده۔ خارجه وزير واضحه ??ړه چې ياسين ملك له سزا او کشميري لارښودو په ضد سياسي مقاصد لپاره مقدمې کشميريان د هغوې د خپلواكۍ پيدائشي حق ترلاسه كولو هلو ځلو څخه منع كولے نشي او هغوې د حقيقي قيادت څخه د محرومولو هڅې به روانې وي ۔ ياسين ملك بدنام زمانه تهاړ زندان كښې 2019ء راهسې بنديوان دے او د هغه په غير انساني صورتحال او هغه سره په ناروا سلوك د تشويش څرګندونه كولو سره خارجه وزير ??ه دې خبره زور راوړے چې او آئي سي دې د جمو او کشمير ??ه اړه په خپل پخواني او اصولي موقف په تناظر كښې د هند غير ??انوني اقدام په اړھ خپل کردار ترسره كړي۔ د هند په غير ??انوني تسلط كښې جمو او کشمير ??ښې د سنګين صورتحال تر مخه خارجه وزير سيکرټري جنرل څخه اپيل وكړو چې په هند زور راوړي چې ياسين ملك خوشې كړي دغسې چې هغه بيا د خپلې كورنۍ سره ملاقات وكړي۔ ده ووئيل د هند په غير ??انوني تسلط كښې جمو او کشمير ??ښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو كوټلو ، منصفا??ه او په نړيواله كچه پلټنو له دې جمو او کشمير ??ه اړه او آئي سي انکوائري کميشن جوړ كړي دغسې چې کشميريانو له د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو وركولو حق وركړے شي۔ خارجه وزير ??اضحه ??ړه چې کشميريان د هند غاصبانه قبضې څخه خلاصي لپاره د اسلامي نړۍ څخه هيلې لري