اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې د دواړو هېوادونو د ګڼ اړخيزه او تزويراتي شراکت داري عملي نمونه ګرځولو سره وئيلي دي چې د سي پېك له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې روانې پروژوې په ټاكلې شوې موده كښې ترسره كولو ته پام لرنه كوو٬ په پروژو د تعطل نه غېر پېشرفت باوري كولو له سي پېك اتهارټي جوړٶ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د پاك چين اقتصادي راهدارۍ له مخې په روانو پروژو د پېشرفت جاج اخستو لپاره د لوړې پائې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير مخدوم خسرو بختيار پشمول مراد سعيد، عمر ايوب خان، عبدالرزاق داؤد، ډاکټر فردوس عاشق اعوان، نديم بابر، د سرمايه کاري بورډ چيئرمېن ،د اړوند وفاقي ادارو سېكتران٬ ٬ د پنجاب او بلوچستان چيف سېكترانو ٬ د خېبر پښتونخوا دوهم سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړٶ۔ مخدوم خسرو بختيار غونډه د پاك چين اقتصادي لارې له مخې د توان٬ انفراسټرکچر، پاکستان ټيلي ويژن د ډيجيټل كولو منصوبې، د اورنج لائن، اېم ايل ون، ګوادر پورټ او په نورو مهمو منصوبو تر اوسه د شوي پېشرفت په اړه خبر كړه۔ په غونډه كښې د توان څانګه كښې د پورټ قاسم کول فائرډ پاور پلانټ، د ګوادر پاور پلانټ، د کوهاله هائيډروپاور پراجيکټ، حبکو تھر کول پاور پراجيکټ او تھر کول پاور پراجيکټ منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو٬ د انفراسټرکچر منصوبو پحقله د سکھر ملتان موټروے، د تھاه کوټ حوېلو سېکشن، د اېسټ بے اېکسپرېس وے، د نيو ګوادر انټرنيشنل ائېرپورټ، د اېم اېل ون او ډي آئي خان ژوب په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د ملتان سکھر موټروے (اېم فائيو) بشپړه شوې ده او ډېر زر به ئې پرانسته وكړې شي۔ وزيراعظم د چين په مرسته د پاکستان ټيلي ويژن د خپرونو نظام په ډيجيټل سسټم كښې د بدلولو پحقله په پائلټ پروژې د عمل درآمد منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د رېلوے نظام په جديد ډول روانولو پحقله د اېم اېل ون منصبوبې په پېشرفت هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه د دواړو هېوادونو د ګڼ اړخيزه او تزويراتي شراکت داري عملي نمونه ګرځولو سره وئيلي دي چې د سي پېك له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې روانې منصوبې په ټاكلې شوې موده كښې ترسره كولو ته پام لرنه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د منصوبو د تعطل نه غېر پېشرفت باوري كولو لپاره سي پېك اتهارټي جوړٶ٬ د سي پېك منصوبو په وخت بشپړولو او د اړوند څانګو ترمېنځه مرسته او شراكت دارۍ لپاره به سي پېك اتهارټي جوړېدل ګټه ور وګرځي۔ ده ووئيل سي پېك سره به نه يوازې دواړه هېوادونه بلكې ټوله منطقه استفاده وكړي۔(ګ ل