اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د تماكو د استعمال خاتمې لپاره مونږ له په ګډه سنجيده اقدامات كولو ته ضرورت دے دغسې چې د لكهونو په شمېر د ځوانانو سباٶن خوندي كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تماكو د كارولو مخنيوي لپاره د كار كونكې تنظيم کرومېټك پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع ده د تماكو مخنيوي كمپائن په لړ كښې د كرومېټك لخوا د تابيا كړي د تماكو مخنيوي پوسټ كارډ سيزن فور په مقابلو كښې بريا ترلاسه كوٶنكو ځوانانو ته انعامونه هم وركړل٬ د کروميټك پوسټ کارډ سيزن 4 كښې ګرد هېواد څخه د 1500 نه زياتو ځوانانو برخه اغستې چې پكښې د پېنډۍ زده كونكې عفت زهرہ وړومبے پوزيشن٬ د حېدرآباد زده كونكې مريم رفيق دوېم او د بهاولپور زلمي عادل نيازي درېم پوزيشن ترلاسه كړو ۔ په دې موقع پوزيشن هولډرز ته پرله پسې 50 زره٬ 30 زره او شل زره روپۍ نغد انعام او تعريفي سندونه هم وركړے شول۔