اسلام آباد۔9جولائي (اے پي پي ) د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ وئېلې دي د فون ریکارډنګ په اړه جاري كېدونكے ایس آر او نوے قانون نه دے ، دا د 1996 نه نافذ دے ، د قامي سلامتیا تحفظ او د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيوي لپاره استخباراتي ایجنسیو ته حکومت د دې قانون تر مخه د ایس آر او په جاري كولو اجازه وركړې۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلی كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ایوب د اړخه د پورته كړو نکات په ځواب كښې ده ووئېل د فون ریکارډنګ په اړه جاري كېدونكے ایس آر او په اړه خبره وكرې شوه ۔ د آئین برعکس د كومې خبرې سوچ هم نشي كېدے۔ دا د 1996 قانون دے ، په دې كښې د قامي سلامتیا یقینې كولو لپاره شق 54 شامل كړے شو۔ د دې قانون تر مخه انټیلی جنس ایجنسۍ آپریټ کوي ۔ ده ووئېل د محترمه بینظیر بھټو د شهادت کیس بشمول د ډېرو داسې پېښو شواهد د دې قانون تر مخه تر لاسه كړے شوي۔د 1996 نه ديخوا كوم هم حکومت دا قانون نه دے بدل كړے ۔ د وخت سره سره حکومت په دې اړه ایس آر اوز جاري کوي ۔ ده ووئېل په نوټیفکیشن كښې سپارښتنه شوې جې د دې قانون ناسمه كارول نه دي پكار ۔ده ووئېل د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيو او د دغې مرتکب عناصر مخ نيوي له دا ګام پورته كړے شوے ۔ ده ووئېل دا هم سپارښتنه شوې چې د خلقو پرائیویسي او د املاک تحفظ هم باوري كرئ ګېنې د دې په خلاف د تلونكو په ضد به قانوني کارروائي كولې شي ۔ داسې قوانین په برطانیه كښې هم موجود دي۔ د دې نه وړاندې عمر ایوب ووئېل زه او زما د ملګرو سپیکر ته د اطلاع وركولو نه غېر د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے شوے۔ په دې اړه به زه د استحقاق تحریک هم وړاندې كوم ۔ سپیکر له په دې اړه ایکشن اغستو سره د داخله وزير او آئي جي پنجاب په راغوښتلو خبره پكار ده ۔ زما پشمول د قامي اسمبلۍ ټاكلي غړي اعجاز نومې ایس ایچ او د اډیاله زندان نه بهر د اودرېدو نه هم منع كړل ۔زمونږ لپاره هلته د جماعت دروازہ هم بنده كړې شوه ۔ دغسې مونږ د پي ټي آئي باني سره لېدو كتو ته هم پرې نه ښودلې شوو ۔ ده غوښتنه وكړه د زندانونو آئي جي هم راوغواړې او تپوس ترې وكړې چې زمونږ قانوني لاره ولې ونيولې شوه۔