د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د غربت خاتمې او ځوانانو له د عزت ورزګاز وركولو په اړه غونډه

image
APP76-22 ISLAMABAD: November 22 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting on Poverty Alleviation at PM Office. APP

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د لاندينۍ طبقو تحفظ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د غربت خاتمې لپاره به تفصيلي پروګرام اولس ته وړاندې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ هېواد كښې د غربت خاتمې او ځوانانو له د عزت روزګاز وركولو پحقله د مهمې غونډه مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر ٬ د وزیراعظم صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزیراعظم خاص مرستيال افتخار دراني٬ د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر او نورو ګډون وكړو۔ د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ډاکټر ثانیه نشتر وزیراعظم له د غربت خاتمې او د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكو كورنيو له باعزته ورزګار وركولو په اړه د سباٶن په لائحه عمل تفصيلي بريفنګ وركړو۔ دې په دې موقع د بي آئي اېس پي په موجوده نظام كښې د سقم په خاص توګه حقدارو له د كېش ټرانسفر پحقله د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ د سټنټډ ګروته پحقله د وزيراعظم وژن عملي كولو په لړ كښې د سباٶن په لائحه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د لاندينۍ طبقو تحفظ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ د غربت خاتمې لپاره به تفصيلي پروګرام اولس ته وړاندې كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر