د مرزا غالب د زېږون ورځ به په شانداره ډول لمانځلې شي

image
APP113-17 ISLAMABAD: December 17 - Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting chairing a meeting to review preparations for celebrating birth anniversary of renowned poet of sub-continent Mirza Ghalib. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د مرزا غالب د زېږون ورځ به په شانداره ډول لمانځلې شي ٬ زمونږ خواهش دې چې نوې كل د مرزا غالت شحصيت او فن نه خبر شي٬ د اطلاعاتو وزارت او اړوند ادارې دې د مرزا غالب سالګيرې په موقع خاص پروګرامونه جوړ كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نيمې وچې د عظيم شاعر مرزا غالب د زېږون په موقع دستورو او بېلا بېلو پروګرامونو ته حتمي شكل وركولو لپاره د ګل په ورځ د اطلاعاتو په وزارت كښې د لوړې كچې دستورې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ وفاقي سېكتر شفقت جلیل، دوهم سېكتره زاهدہ پروین، جمال شاہ، سید جنید اخلاق، د قامې ژبې د ودې ادارې مشر او نوميالې شاعر افتخار عارف، د نېشنل بك فاٶنډېشن اېم ډي ډاکټر انعام الحق جاوېد، د اكادمي ادبياتو ډي جي ډاکټر راشد حمید او د شهیرہ شاهد پشمول نورو لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل د مرزا غالب د زېږون ورځ به په شانداره ډول لمانځلې شي ٬ زمونږ خواهش دې چې نوې كل د مرزا غالت شحصيت او فن نه خبر شي۔ ده ووئيل وخت تېرېدو سره د غالب اهميت كم شوې نه دې بلكې زيات شوې دې كوم چې د ھغوي د فن كمال دے ۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل د غالب خط نګارۍ ته نوې اسلوب وربخښلې ۔ وفاقي وزير امر وكړو چې د اطلاعاتو وزارت او اړوند ادارې دې د مرزا غالب سالګيرې په موقع خاص پروګرامونه جوړ كړي دغسې چې د نيم وچې د عظيم شاعر مرزا غالب د زېږون ورځ په شانداره ډول ولمانځلې شي۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں