د خارجه وزير شاه محمود قريشي په بيجنګ كښې مېډيا سره خبرې

image

بيجنګ 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې چين په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ هڅې ستائيلې دي٬ افغان اولس مشر اشرف غني د مرستې باور راكړے٬ د پاكستان او اېران په نظر كښې چې اوس څومره يووالې دے٬ وړاندې كله هم نه و٬ د چين خارجه وزير سره مې د سي پېك په پرمختګ تفصيلي خبرې شوې دي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په بيجنګ كښې مېډيا سره د خبرې كولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې زمونږ د څلور ملكي دورې بنيادي مقصد د منطقې مهمو هېوادونو سره شريك روابط زياتول دي۔ ده ووئيل چې د كابل او تهران دوره مې كړې٬ بيا بيجنګ ته راغلم او اوس به انشاء الله ماسكو ته ځم۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره ئې ښه ملاقات كړے په كوم چې مونږ د افغانستان په صورتحال٬ په دې وروستيو كښې ه ابوظهبي كښې په شويو مذاكراتو او د اتمې شريكې مشاورتي كمېټې د غونډې په اړه خبرې كړې دي۔ ده ووئيل چې په دوه اړخيزه اړيكو٬ په پي آر اېف فورم او په اپرېل كښې كېدونكو د خارجه وزيرانو په كچه په ستراتېژيكي مذاكراتو هم خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې په چين كښې د پاكستان د برآمداتو په شرح كښې په اضافه او د بېلنس آف سپورټ په اړه هم خبرې وشوې۔ ده ووئيل چې خارجه وزير جواد ظريف سره هم ډېر ګټوره ملاقات شوے۔ ده ووئيل چې د اسلامي انقلاب نه پس دا دوهمه موقع ده چې د پاكستان او اېران اړيكې ډېرې د بهترې په پلو روانې دي۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره د سي پېك په پرمختګ خبرې شوې دي او ټول قياسونه له مېنځه تللي دي۔ ده ووئيل چې اوس روسيې ته روان يم ځكه چې روسيه هم د منطقې ډېر مهم هېواد دے٬ هغه د افغانستان تجربه هم لري او د دې سټېكس هم دے٬ دوي سره به هم لا خبرې كېږي۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں