د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن آئی اېس اے كښې 35م سپیشلائزډ ټریننګ کورس ګډون كونكو پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې د انفارمېشن ډلې او ریاستی میډیا ذمه واری ده چې د ریاست تشخص او بیانیه په مثبت انداز كښې مخ په وړاندې بوځي، آئی اېس اے ، راډيو او پی ټی وی اکیډمی ضم کولو سره به د پاکستان وړومبې سټیټ آف آرټ میډیا پوهنتون جوړولې شي، د 60 په ليزه كښې پاکستان پخپله راډيو ټرانسمیټر جوړونكې هېواد ؤ، مونږ هڅه كوو چې زمونږ نوې نسل د میډیا ټیکنالوجیز، پرفارمنګ آرټ ، تخلیقی تحریر ، فلم او ډرامې جوړولو برخه وګرځي ٬ دې لپاره به حکومت او د اطلاعاتو وزارت بشپړه موقعه وركوي، د سباؤن حالات پيژندلو صلاحیت لرونكې چرې هم ناکامه كېږي نه، مونږ له هم د جدید ټیکنالوجیز سره په سکلز ډویلپمنټ کار كولو ته اړتيا ده، د ففتھـ جنریشن هائبرډ وار مخنيوي له د ریاستی میډیا د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده، د ریاستی میډیا بيا د سره جاج او اے پی پی به ډیجیټیل میډیا ته منتقل کولې شي، د انټر نیټ تند شوې رفتار سره په میډیا كښې هم جدت راځي، په سباؤن كښې به په ډیجټیل انحصار زيات شي،نوې دور د آئیډیاز دور دے، د انفارمېشن ډلې او میډیا دارومدار به هم په آئیډیاز وي۔ ده د زيارت پھ ورځ آئی اېس اے كښې 35م سپیشلائزډ ټریننګ کورس ګډون كونكو پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كولو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سيكتر شفقت جلیل ،د انفارمیشن ګروپ سینئر افسران ظهور برلاس ، اېم ډی اے پی پی قمر الله چوهدری ، چیف انفارمیشن کمشنر محمد اعظم پشمول د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت نور افسران هم موجود وو۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن په انفارمشین ګروپ كښې شامل او سپیشلائزډ تربیتی کورس په بشپړيدو دوي له مبارکي وركولو سره ووئيل حکومت انفارمېشن ګروپ له د هغې جائز مقام وركړې دې، څنګه چې نړۍ مخ په وړاندې روانه د هغسې به انفارمشین ګروپ ټولې ډلې ټیك اوور وكړي۔ ده ووئيل تير وخت كښې فزیکل طاقت ، کائنیټك وار او د ایټم بم دور ؤ اوس نوې دور د آئیډیاز دور دے۔ ده ووئيل د میډیا د موجوده صورتحال وجه ده چې د تيرو 10 كلونو په مهال مونږ له كوم اړخ ته كتل او كار كولو ته اړتيا وه مونږ په هغې څه كار نه دې كړې، میډیا په حکومتی اشتهارات نه شي چليدلې، حکومت د ګټو نه ځانله اشتهارت نه شي وركولې ځكه چې په اشتهاراتو د اولس د ټيكس روپۍ خرڅ كېږي، د پی ټی آئی حکومت يوه يوه روپۍ په جائز ډول او د حاجت له مخې كارول باوري كوي۔ ده ووئيل د معاشی پرمختګ سره د میډیا پرمختګ تړلې دې، د پنجاب حکومت د بسنت لمانځلو خبره كړې نو يو مخصوص میډیا د هغې په ضد كمپائن پيل كړو،كله چې دا ډول هلې ځلې وي نو په هغې كښې به معاشی هلې ځلې شاملې وي، د میډیا پرمختګ لپاره د معاشی ګټو سره د میډیا ګتې تړلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د ریاستی میډیا د كار استعداد زياتولو له اقدامات كوو، حکومت په ریاستی میډیا په څه ډول سنسر شپ باور نه لري ځكه د حكومت جوړيدو نه پس په سمدستي توګه په ریاستی میډیا سنسر شپ ختم شوے دے۔ ده ووئيل انفارمېشن سروسز اکیډمی ،راډيو اکیډمی او پی ټی وی اکیډمی يو كولو سره به يو سټیټ آف آرټ پاکستان میډیا پوهنتون جوړولې شي، د دې پوهنتون به دوه سکولونه هم وي، د ریسرچ او ټیکنالوجی به جلا څانګې وي، څنګه چې د 60 په لسيزه كښې راډيو ټرانسمیټر به پاکستان پخپله جوړولې شو دغسې د میډیا په اړه آلات جوړولو كښې به پخپله انحصار كول غواړو۔ ده ووئيل د ترکیې او نورو هېوادونو ډرامو او په فلمونو 100 فیصده بنديز په حق كښې نه يو، دغه هېوادونه ګران فلمونه او ډرامې جوړوي دغه څيز تر نظر ساتلو سره په غیر ملکی ډرامو او اشتهاراتو ټیکس لګولو په اړه كار كېږي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سيكتر شفقت جلیل ووئيل حکومت پیشه واره پوهه مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزیر چوهدری فواد حسېن ذاتی هڅو په وجه پاکستان میډیا پوهنتون په جوړولو تندۍ سره كار روان دے۔ ده ووئيل انفارمېشن افسران دې په پېښو چیلنجونو قابو موندلو له خپل ټول صلاحیتونه وكاروي، نن پاس آؤټ شوې انفارمېشن افسران زمونږ روښانه سباؤن دے۔ د انفارمېشن سروسز اکیډمی ډپټی ډائریکټر جنرل ثریا جمال ووئيل انفارمېشن سروسز اکیډمی كښې د انفارمېشن ګروپ افسرانو تربیې له بيل سپیشلائزډ کورسز کېږي چې مقصد ئې د انفارمېشن ګروپ افسران د میډیا جدت ،ټیکنالوجیز او چیلنیجونو مخنيوي له چمتو كول دي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزیر چوهدری فواد حسېن کورس كښې برخه اخستونكو شاهد حبیب ،محمد عمر فاران ، ردا فاطمه ، لاله رخ ،عیشا امتیاز ،ساره ملك او مریم خان له سرټیفکیټس وركړل۔ دغه ټول پروبیشنرز د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په ذیلی ادارو پی آئی ډی ،ای پی ونګ او ای وی ونګ كښې تعینات کړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں