د اے پي پي حېدر آباد سينئر خبرياله فرحت شېخ په حق ورسېدله

image

اسلام آباد ۔ 17 جنوری (اے پی پی)د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پی پی) حېدر آباد كښې وظيفه ترسره كوؤنكې مشره خبرياله فرحت شېخ د زيارت په ورځ په حق رسېدلې ده ۔ د هغې عمر 56 كاله وو۔ ارواښاده د دمې رنځ سره مخ وه او د تېرو درېو اونيو راهسې د حېدر آباد په يو نجي روغتون كښې ئې درملنې روانې وې۔ د هغې د جنازې لمونځ به ماښام د حېدرآباد په صديق اكبر جومات كښې ادا كولې شي۔ دې څخه وروستو به دا په کنټونمنټ مقبره كښې خاورو ته سپارلې شي۔ په دې مهال د قامي خبر رسنې ادارې اېم ډي قمر الله چوهدري ٬ خبريالانو او نورو همكارانو د فرحت شېخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د اے پي پي اېم ادارې لپاره د ارواښادې خذمات ستائلو سره دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په اے پي پي هېډ آفس اسلام آباد كښې به نن د جمعې په ورځ د ماځيګر لمونځ څخه وروستو د ارواښادې روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني هم كولې شي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں