د شهباز شریف په مشرۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو غونډه

image

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) قامۍ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو شريكه غونډه د شورو په ورځ د شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پارلمان دننه او بهر د سياسي لائحې تعين او د اشتراك عمل له اقدامات تجويز كولو لپاره د مخالفې ډلې ګوندونو جوائنټ اپوزيشن كوارډيېنشن كمېټۍ ته حتمي شكل وركړې شو چې نمائندګي به ئې د مسلم ليګ (ن) شاهد خاقان عباسي ٬ خواجه سعد رفيق٬ احسن اقبال ٬ ٬ رانا ثناء اللہ٬ مرتضیٰ جاوېد عباسي او سناتور جاوېد عباسي كوي دغسې د پيپلز ګوند لخوا به سید خورشید احمد شاہ‘ راجه پروېز اشرف‘ سناتوران شېری رحمان او سید نوید قمر‘ د متحدہ مجلس عمل څخه به عالیه کامران او د اے اېن پي لخوا به امير حېدر خان هوتي په كمېټۍ كښې شامل وي۔ په غونډه كښې د مني بجټ پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او دا پرېكړه وشوه چې اولسي مسئلو او ستونزو لپاره به مخالفه ډله په ګډه احتجاج كوي

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں