د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ كسان د سېنېټ داخله كمېټۍ لخوا بللې شوې نه وو۔ د سېنېټ د داخله كمېټۍ چيئرمېن رحمان ملك ترديد وكړو

image

اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن رحمان ملك د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ كسان د سېنېټ داخله چارو قائمه كمېټۍ لخوا د رابلولو ترديد كړې دې۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل كمېټي به په قانوني توګه د ځپلې كورنۍ كسان راوبلي او دې لپاره به راروانه اونۍ كښې باقاعده نوټس كولې شي۔ د ساهيوال پېښې ځپليو او ځائي كونسلرانو ته به راروانه اونۍ نوټسې جاري كولې شي۔ ده ووئيل د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ كسان مونږ اسلام ته بللې نه وو۔ ده ووئيل كمېټۍ دوئي ته نوټس نه دې جاري كړې۔ رحمان ملك ووئيل كمېټۍ د ځپلې كورنۍ پته غوښتلې وه چا دا پېغام په غلط انداز كښې وړاندې كړو كوم چې د غلط فهمۍ سبب وګرځېدو

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں