د شهباز شريف په مشرۍ كښې د پبلك اكاؤنټس كمېتۍغونډھ

image

اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی)د پارليمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ(پي اے سي)د سول ايوي اېشن اتهارټۍ څخه د آډټ اړوندو چارواكو لخوا د 13-2012 د آډټ په راپور كښې د اربونو روپو په ګوته كېدو اندېښنه ښودلو سره د بېنظيربهټو او د ګوادر نړيوالو هوائي اډو د سول وركس د مصدقه پېمائش نه بغېر د 20 اربه روپو نه د زياتې ادائيګۍ معامله د سيد فهر امام په مشرۍ كښې جوړې كړی ذيلي كمېټۍ ته سپارلې او د بېنظير بهټو نړيوالې هوائي اډې په سول وركس كښې د ضابطې خلاف د ادائيګو په معامله د چارواكو نه وضاحت وغوښتلې شو۔د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن ميا شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو راجه پروېز اشرف٬حنا رباني كهر٬نورعالم خان٬منزه حسن٬سيد حسېن طلعت٬سيد فهر امام٬شاهده اختر علي٬شېخ روحيل اصغر٬رانا تنوير حسېن٬شيري رحمان او د نورو غړو نه علاوه د ا ړوندو سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ايوي اېشن ډويژن د 12-2011 او د 13-2012 د آډټ اعتراضات جاج واخستلې شو۔د ذيلي كمېټۍ كنوينئر سيد فهر امام پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته ووئيل مونږ ته د دريو ادارو آډټ كول وو چې پكښې د اسلام آباد نوې هوائي اډه د لاهور رېلوے كلب او د اسلام آباد ګرينډ حيات هوټل شامل دي۔په دې لړ كښې تراوسه زمونږ دوه غونډې شوې ٬مونږ ته نور وخت پكار دې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې د دې ادارو آډټ وكړې شي۔په غونډه كښې د بېنظيربهټو او د ګواد نړيوالو هوائي اډو د سول وركس د مصدقه پېمائش نه غېر د 20 اربه روپو نه د زياتې ادائيګۍ معامله د سيد فهر امام په مشرۍ كښې جوړې كړی ذيلي كمېټۍ ته وسپارلې شوه او د بېنظير بهټو نړيوالې هوائي اډې په سول وركس كښې د ضابطې خلاف د ادائيګو په معامله ئې د اړوندو چارواكو نه وضاحت وغوښتلو

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں