وفاقی حكومت سندھ صوبه كښې سرمايه كارو ته آسانۍ وركوي۔ عبدالرزاق داود

image
APP53-01 KARACHI: February 01 – Advisor to Prime Minister for Commerce, Textile & Industries Production and Investment, Abdul Razaq Dawood talking media persons after his visit of Overseas & Investment Chambers of Commerce & Industries (OICCI). APP

کراچی۔ 01 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د کامرس، ټېکسټائل اېنډ انډسټری صلاحكار عبدالرزاق داود وئيلي دي حكومت سندھ كښې سرمايه كارو ته آسانۍ وركوي۔ د جاري كړې اعلاميې ترمخه دا خبره ده د سندھ ستر سېكتر سيد ممتاز علي شاه سره په سندھ سېكرټرېټ كښې ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې سندھ كښې د ایز آف ډوئنګ بزنس ښه والي له د پورته كېدونكو ګامونو جاج واخستې شو۔ عبد الرزاق داؤد ووئيل کراچۍ د پاکستان تجارتي حب دے كوم لپاره چې وفاقي حكومت صوبه كښې كاروبار پېل كوؤنكو ته آسانۍ وركوي۔ ده د سندھ حكومت كاركردګي ستائلو سره ووئيل د سندھ حكومت كاروبار پېل كولو له رامخې ته كېدونكې مسئلې حل كړې دي۔ د سندھ چيف سېكتر سيد ممتاز علي شاه وويل سندھ كښې د كاروبار پېل كولو عمل غوره كړې شوې ۔ په دې كښې لا اصلاحات كولو له د فرورۍ په 20 مه نېټه به سندھ بزنس پورټل لانچ كولې شي۔ ممتاز علی شاه ووئيل واټر بورډ څخه کمرشل کنېکشن لپاره دورانیھ 61 ورځو څخه اوس 21 ورځې كړې شوې ۔ سندھ ر يونيو بورډ پراپرټی رجسټرېشن 208 ورځو څخه 17 ورځې كړې ۔ دغسې سندھ بلډنګ کنټرول اتھارټی هم اوس اېن او سی د 60 ورځو په ځائې 30 ورځو كښې جاري كوي۔ چې ورسره بزنس کمیونټی له بلها آسانۍ رامخې ته شوي ۔ده ووئېل چيف سېكتر هيله ولرله چې د روان كال په مهال د شوو اصلاحاتو سره به د پاكستان رېنكنګ لا پياوړې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں