د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د كېرج فيكټرۍ دورې په موقع خبرې

image
APP30-08 ISLAMABAD: February 08 -Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing workers during his visit in Railway Carriage Factory. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د كيرج فيكټري د كار استعداد زياتولو سره به په راروان كال كښې د مسافرو ټرينونه پاكستان كښې جوړولې شي٬د فرورۍ په 11مه نېټھ به د تهل ايكسپرېس پرانسته كولې شي۔د جمعې په ورځ د كيرج فيكټرۍ كښې دورې په موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ستاسو سره لوظ كوم٬ ټول هېواد كښې به د رېلوے پټلۍ جال غزولې شي٬رېلوے ګټوره اداره جوړولو له اقدامات كوو او وي آئي پي ټرين به مارچ كښې چلولې شي۔ده ووئيل خواري كښو له ښې آسانې وركول زما ذمه واري ده او ډېر زر به د خواري كښو اولاد له كوټه بېله كړې شي۔ده ووئيل زه په سمدستي توګه د وزيراعظم عمران خان د اړخه د كېرج فيكټرۍ ملازمانو له سړي سر د 3 زره روپو اعلان كوم٬د رېلوے پوليس تنخاګانې به د پنجاب پوليس برابرولې شي۔ده ووئيل غريبو مسافرو له د آسانيو وركولو لپاره اقدامات كوو۔شېخ رشيد ووئيل د رېلوے راروان بجټ به اداره پخپله جوړوي او د وزيراعظم څخه به منظوري اخلي۔ده ووئيل 20 نوې ټرينونه او مال ګاډي چلولې شي٬د نورو لپاره اقدامات كوو۔د رېلوے ملازمانو پې سكيل زياتول غواړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ته ما وئېلي دي چې شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن په حېث د قبلولو نه دے۔زه د عمران خان اتحادي يم او مسئلې پېدا كول نه غواړم۔وزيراعظم عمران خان زه د پي اے سي لپاره نامزد كړې يم۔ده ووئيل د پي اے سي چيئرمېن په حېث شهباز شريف په ښه ډول پلټنې نه شي كولې بايد سپيكر د ريمارنډ په مهال د هغه پروډكشن آرډر نه ؤ جاري كړې

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں