د موسمي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل خبرې كنفرنس ته وينا

image
APP07-06 ISLAMABAD: May 06 - Minister of State for Climate Change Zartaj Gul addressing a press conference. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 06 مئي(اے پي پي) د موسمي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي اپوزيشن بايد په بلين ټري سونامي د سياست كولو څخه ډډه وكړي٬ دا پروژه د نوي نسل او هېواد محفوظولو ده٬ كلين اينډ ګرين پاكستان كمپائن له په زړه پورې هڅې كوو ٬ سباؤن كښې به د مارګلې په ځنګلونو اوور نه لګي ٬ په دې اړه د ټاسك فورس پھ جوړولو كار روان دے۔د دي خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ دې خبرې كنفرنس ته وكړه۔دې ووئيل اپوزيشن ته خواست كوو چې په بلين ټري سونامي پروژه د سياست څخه ډډه وكړي ځكه چې دا د پاكستان تحريك انصاف او وزير اعظم عمران خان په ګټه نه د نوي نسل او پاكستان محفوظولو مسئله ده۔دې ووئيل مونږ په 10 بلين ټري سونامي پروژه شپه ورځ كار كوو او د دې پي سي ون حتمي پړاؤ كښې دے او دې مقصد كښې نړيوال ډونر زمونږ سره كار كوي۔ دې ووئيل د خېبر پښتونحوا پخواني وزير اعلٰي اكرم خان دراني دې پروژې ته د زيان رسولو هڅه كړې ځكه چې د هغه ځينې خپلوان په كرپشن كښې ككړ دي او د هغوي پھ ضد پلټنې رواني دي او د بليك ميلنګ لپاره ځينو ادارو ته هغه د بلين ټري سونامي په اړه غلط معلومات وركوي۔ دې ووئيل پاكستان دا مهال د موسمي بدلون څخه ځپلې شوو هېوادونو كښې په 7م لمبر دے او مونږ له به په دې په بيړنو بنيادونو كار كول وي۔ دې ووئيل وزير اغعظم عمران خان په خېبر پښتونخوا كښې په 2014 كښې په بلين ټري سونامي كار پيل كړې ؤ او دې مقصد له ئې 22 اربه روپۍ بيلې كړې وي دغسې پروژه په 12 اربه روپۍ ترسره شوې او 10 اربه روپۍ بچت هم شوے كوم چې يو ريكارډ دے۔ دې ووئيل د مارګلې په ځنګلونو به هر كال اوور لګيدو چې ورسره به ځنګلو ته زيان رسيدو۔ اوس وزارت د بيلو ادارو سره په ګډه ټاسك فورس په جوړولو كار پېل كړې ٬ هيله لرو چې دې سره به په ځنګلونو اوور بيا نه لګي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں