حكومت 33 كسيزه قومي يوتھـ كونسل جوړ كړو

image

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي﴾ حكومت 33 كسيزه قومي يوتھـ كونسل جوړ كړو۔ وزيراعظم عمران خان به د دې سرپرست او د وزيراعظمم د ځوانانو د چارو خاص مرستيال عثمان ډار به د دې چيئرمېن وي۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې په فېصله سازې كښې د ګډون كولو په عرض د وړومبي قومي يوتھـ جونسل نوټېفيكېشن جاري كړے شوے۔ په ضرب عضب عملياتو كښې شريك د پاك پوځ ميجر تنوير شفيع به د دې كونسل برخه وي۔ په كونسل كښې كركټر حسن علي٬ كركټره ثنا مير٬ اداكار حمزه علي عباسي٬ اداكاره مائره خان٬ كوه پېما ثمينه بېګ او اېنكر پرسن منيبه مزاري مهم غړي وي۔ دا كونسل به يو مشاورتي اداره وي چې د ځوانانو سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره به پاليسي وړاندېزونه تياروي۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں