سي ډي اے دې د اسلام آباد پرمختګ لپاره په زړه پورې ماحول راپیدا كړي ۔وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي

image

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي وفاقي پرمختيائي ادارې(سي ډي اے)ته وئېلي دي چې د اسلام پرمختګ لپاره په زړه پورې ماحول راپېدا كړئ۔د زيارت په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د سي ډي اے او بلډرز ترمينځه د ملاقات پھ مهال د سهولت كارۍ كردار ادا كولو سره وفاقي وزير د سي ډي اے په چارواكو زور راوړې چې بلډرز او كنسټركټرز لپاره پخپله د كار نظام معارفې كولو ته ضرورت دے ۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د اسلام آباد پرمختګ لپاره دې سي ډي اے په قواعدو او ضابطو موثره عملدرآمد وكړي۔﴿

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں