د ملګرو ملتونو لوظونو سره هم كشميريانو ته تراوسه د دوي د خپلواكې حق ورنه كړے شو بلكې دوي د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې بدتره ستونزو، ظلمونو او ناقابل بيان جبر او استبداد سره مخ دي. شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كشميريانو سره د نړۍ د قومونو د شوي هغه لوظ نن 71 كاله پوره كېدونكي دي د كوم له مخې چې د جمو او كشمير شخړې حل لپاره د ملګرو ملتونو په څارنه كښې خپلواكې لپاره د رائې حق وركول وو، ملګرو ملتونو كشميريانو ته د خپلواكې د حق وركولو ملاتړ كړے و او په دې لړ كښې ئې قرارداد منظور كړے و. د خپلواكې د حق ورځې په موقع په خپل پېغام كښې خارجه وزير ووئيل چې دا هغه حق دے كوم چې د نورو ټولو بنيادي انساني حقونو او آزادو سرچينه ده. ده ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې كشميريانو ته تر اوسه دا حق ورنه كړے شو بلكې دوي د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې بدتره ستونزو، ظلمونو او ناقابل بيان جبر او استبداد سره مخ دي. د اوو لسيزو تېرېدو سره هم د كشميريانو بنيادي انساني عزت او وقار تر پښو لاندې كولې شي. د ملګرو ملتونو او په خاص توګه د سلامتي كونسل ذمه واري ده چې كشميريانو سره كړې خپل لوظ پوره كړي. ده ووئيل چې د هند لخوا د كال 2019م د اګست په 5مه نېټه د اقدام مقبصد په مقبوضه جمو او كشمير كښې د آبادۍ تباسب بدلول دي خو د هند دا ناوړه اقدامات نړۍ رد كړي دي. ده ووئيل چې په مقبوضه سيمه كښې د هند جبر روان دے. د كشميريانو د لاك ډاٶن او د محاصرې 153 ورځې پوره كېږي. ده ووئيل چې نړيوالې ټولنې ته به د كشميريانو د بنيادي انساني حقونونو او آزادې ملاتړ كول وي او په هند به زور وركول وي چې د ملګرو ملتونو مشن ته مقبوضه سيمې ته د تللو اجازه وركړي. ده ووئيل چې په دې موقع د پاكستان لخوا يو ځل بيا بهادر كشميري اولس ته باور وركوم چې تر څو دوي د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے او دوي په خپلو هڅو كښې نه وي بريالي شوي، پاكستان به د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ په بشپړه توګه روان ساتي.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں