د پاکستان ټيلي ويژن ټاك شوز او کرنټ افيئرز پروګرامونو كښې د مخالفې ډلې غړي هم رابللے شي۔ فرخ حبيب

image

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاکستان ټيلي ويژن ټاك شوز او د کرنټ افيئرز په پروګرامونو كښې د مخالفې ډلې غړي هم رابللے شي، پي ټي وي هوم او د پي ټي وي سپورټس څخه د اشتهاراتو په مد كښې پي ټي وي ته زيان امدن تر لاسه كېږي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د مولانا عبدالاکبر چترالي په پوښتنه ده ووئيل د تېر مالي په مهال پي ټي وي ته 11 اربه 93 كروړه 30 لكه روپۍ او سږ كال د لس اربه 88 كروړه 40 لكه نه زيات آمدن تر لاسه شوے ۔ پاکستان ټيلي ويژن رياستي ټي وي چېنل دے، او بېلا بېل چېنلز لري چې پكښې د پارلمان كورېج لپاره پي ټي وي پارلمان موجود دے٬ دغس ېپي ټي وي هوم او پي ټي وي سپورټس څخه زيات آمدن ترلاسه كېږي۔ د اطلاعات وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته پي ټي وي كښې د اصلاحات پحقله په تحريري توګه ووئيل شول چې په جون كښې خپرونې د اېس ډي نه اېچ ډي ته بدلولې شي چې په وړومبي پړاٶ كښې به د پي ټي وي نيوز په سكرين كوالټۍ كښې واضح بدلون راشي، دغسې د رياست د خپرونې ادارې په حېث پي ټي وي د ذمه وارو په تعميل كښې د پي ټي وي نيوز او پي ټي وي هوم په پروګرامنګ كښې د اولسي تاثرات او هيلو له مخې به بدلون راوستلے شي۔ ده ووئيل په جديد شكل او احساس سره به اپ ګرېډېشن كولے شي او د رياست غږ جوړولو لپاره به په واضحه توګه د جديد اېچ آر طريقو له مخې د پي ټي وي تنظيم نو كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں