اسلام آباد 21 جون(اے پی پی)د موسمياتي بدلون وزيرمملكت زرتاج ګل وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره 14 اربه روپو څخه زياتې بېلې كړی شوي ٬ عمران خان د ټاكنو نه د راتلونكي نسل فكر كوي٬د چا ليډر چې په لندن كښې ناست دے هغوي سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو مخالفت كوي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې وزيرمملكت ووئيل مونږ هغه پاكستان ليدلے چې ورته وئېلے شوو يا زمونږ ملګرتيا وكړه ګينې زمونږ خلاف ادرېږه ٬مونږ هغه پاكستان هم ليدلے چې وزيراعظم به د امريكې عهديدارو سره ملاقاتونو لپاره په قطارونو كښې ولاړ ؤ ٬مونږ هغه وزيراعظم هم ليدلے چې امريكې ته به يې وئېل تاسو ډرون بريدونه كوۍ مونږ به غندنه كوو۔ دې ووئېل زه وياړ لرم چې زه د هغه وزيراعظم په كابينه كښې شامله يم چا چې 9 كاله وړاندې د ډرون بريدونو په ضد تر وزيرستان مارچ كړے ؤ ۔ دې ووئېل زه وياړ لرم چې زه د هغه وزيراعظم په كابينه كښې يم چا چې د پلوامه بريد نه پس وئېلې وو كه تاسو بريد كوې نو مونږ سره به د لااله الا الله محمد رسول الله نه علاوه بله لار نه وي٬زه وياړ لرم چې كله د غېر ملكي خبري اژانس اينكر د حكومت څخه په افغانستان بريدونو لپاره د اډو وركولو پوښتنه كوي نو وزيراعظم ښكاره انكار كوي۔دې ووئيل نن د لوي څښتن په فضل سره هغه پاكستان جوړ شوے د كوم خوب چې مونږ 26 كاله وړاندې پاكستانيانو ته وئېلې ؤ۔دې ووئيل په بجټ كښې د يو كروړ غريبو مېرمنو لپاره 260 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔دې سره به د مېرمنو حالت ښه شي۔دې ووئيل كروندګرو ته به په وړومبې ځل د سود نه غېر قرض وركړے كېږي٬د كركيلې لپاره په مجموعي توګه 53 اربه روپۍ بېلې كړی شوي چې پكښې د 12 اربه روپو سبسډي هم شامله ده۔كروندګر چې خوشحاله وي نو پاكستان به څوكاله وي۔زرتاج ګل ووئيل د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې 10 فيصد اضافه شوې ٬د كووېډ 19 مخ نيوي له د ويكسين رسنې لپاره بجټ كښې فنډ بېل كړے شوے۔وزيرمملكت ووئيل د موسمي بدلون څخه پاكستان خطرو سره مخ دے۔پاكستان د 3.8 ارب ډالره څخه زيات زيان پورته كړے او د دې بدلونونو په سوب په كلنه توګه دوه اربه ډالر زيان كېږي