اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سبي كښې د اېف سي په ځوانانو د ترهګرۍ د بريد غندنه كړې۔ د جمعې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د هېواد په خاطر خپل ځانونه قربانوٶنكي د قام محسنان دي٬ هېواد دښممنه عناصر به هېڅكله په خپلو ناوړو عزائمو كښې كامياب نشي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد ټول قام امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے، په ډول بزدلانه كاروائيو د سولې ثبات هڅې سبوتاژ كېدې نشي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل امنيتي ځواكونو د امن او امان بحالۍ لپاره د قدر وړ قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔