لويې اختر د قربانۍ ٬ مساوات او خواخوږۍ علامت دے٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي لويې اختر د قربانۍ ٬ مساوات او خواخوږۍ علامت دے٬ دا اختر په سماجي او اقتصادي كچه فرق كمولو سره يو والي ته وده وركوي٬ د خواخوږۍ جذبې قوي كوي او د پاك پروردګار په وړاندې سر په سجده كښې د اېښودلو جذبه پېدا كوي۔ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د دې رسم حقیقی پابندی مونږ څخه د تقوی او پاك صفا ژوند خپلولو غوښتنه كوي۔ ده ووئيل د لويې اختر په موقعه مسلمانانو ته په عمومي توګه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته په خصوصي توګه د زړه د كومي څخه مباركي وركوم كوم چې نن دا اختر لمانځي۔ پاك پروردګار دې دوئي ته د امن او سوكالۍ نعمت وركړي۔ آمین۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں