اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) پاکستان انټرنيشنل ايئر لائن د اتوار په ورځ د حج څلور پروازونه اپرېټ كړي٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سينيټر محمد طلحه محمود حاجيانو سره د جده نه كراچۍ ته رارسېدلے او هم خپله ئې د سندھ ګورنر سره د حاجيانو هركلے كړے دے۔ د پي آئي اے وياند لخوا د جاري بيان له مخې پي آئي اے د حج نه پس آپرېشن پېل كړې او د اتوار په ورځ ئې څلور پروازونه آپرېټ كړي٬ چې پكښې پي كے 832 جده څخه 432 حاجيانو سره په 3:20 بجے كراچۍ ته رارسېدلے٬ پي کے 760 جده څخه 323 حاجيانو سره لاهور او دغسې پي كے 762 جده څخه د 392 حاجيانو سره اسلام آباد ته رارسېدلے د دې نه علاوه د پي آئي اے څلور پرواز پي كے 740 به 276 حاجيانو سره پېښور ته رسي٬ چرته چې به د اېئرپورټ انتظاميې او د پي آئي اے چارواكو سره سره د سول اېوي اېشن عمله د حاجيانو هركلے كوي