لاله موسی ۔ 10 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښود وفاقي صلاحكار قمرزمان کائرہ وئيلي دي په اتحادي ګوندونو كښې سيټ اېډجسټمنټ فارمولا تر دې دمه نه ده وضعه شوې بياهم په دې اړه بحث روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله دېره كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ قمر زمان كائره ووئيل ټول ټاكنې به د اسمبلۍ مودې ترسره كېدو څخه وروستو په خپل وخت كېږي او دې كښې به كوم تاخير كولې نه شي۔ ده ووئيل زما په حلقه كښې د اربونو روپو پرمختيائي منصوبې روانې دي٬ دغسې په ګرد هېواد كښې كارونه كېږي۔