اسلام آباد۔2اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي د باجوړ د پېښې شهيدانو پسماندګانو او ټپيانو لپاره د مالي معاوضې چاره به “كه پاك پروردګار ته منظور وي” وزيراعظم او كابينې ته وړاندې كوم۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال ده ووئيل زه به مالي معاوضې لپاره وزيراعظم او كابينې ته رجوع كوم او په دې اړه به مثبت پرېكړې رامخې ته كوؤ۔