پاکستان په لويه شمېره د غېر دستاوېزي كډوالو په پاتې كولو پخپله قامي سلامتيا نوره سمجهوته نشي كولې٬ زمونږ مقصد يو محفوظ٬ زيات سوله ايز او د خوشحال پاکستان تشکيل دے، د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ “دي ټيلي ګراف” كښې مضمون

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي پاكستان د تاريخ په نازك موړ په دومره لوئي شمېر د غېر دستاوېزي كډوالو په پاتې كولو پخپله قامي سلامتيا نوره سمجهوته نشي كولې٬ زمونږ مقصد يو محفوظ٬ زيات سوله ايز او د خوشحال پاکستان تشکيل دے، كوم چې د خپل اولس٬ منطقې او نړۍ لپاره ګټور وي۔ وزيراعظم “دي ټېلي ګراف” كښې خپور خپل يو مضمون كښې ليكلي دي چې د ګردې نړۍ حكومتونه د شخړو، د موسمياتي بدلون او اقتصادي موقعو سره د تړلي په يوه لويه كچه د كډه كولو يو نوي دور سره خپل ځان برابروي٬ ده ووئېل د برتانيه حكومت لخوا د غېر قانوني كډوالو روانډه ته د لېږلو منصوبه د دغې فشار علامت ؤه ٬ د دې تجويز په اړه ګرم بحث او سكيم د پټلۍ تع كوزولو لپاره يو شمېر هلې ځلې د پاليسي سازو لپاره د ډېرو چېلنجونو عكاسي كړې ځكه چې ھغوي بشري حقونه سختو حقائقو سره متوازن كول غوښتل۔ ده ووئيل فرانس هم د دغې په ضد هڅې كوي او اټاليه د اندېښنې څرګندونه كړې چې اروپا د كډوالو كېمپ جوړېدې شي٬ په دې وروستيو كلونو كښې يو شمېر مېليونه كډوالو لپاره خپلې لارې بېرته كولو نه پس المان هم ښه نه محسوسوي او د هېواد نه د شړلو او د نوو سختو اقداماتو اعلان كوي ۔ ده ووئيل په امريكا كښې هم صورتحال آسان نه دے خو د پاكستان مسئله بېخي د مختلف نوعيت ده، د تېرو دريو څلورو لسيزو په مهال د څلورو نه تر پنځو مېليونه په مېنځ كښې كډوال وطن ته راغلي دي كوم چې د آئرلېنډ د ابادۍ برابر دي۔ وزيراعظم ليكلي چې په كال 1951 كښې د كډوالو كنونشن (او د دغې د كال 1967 په پروټوکول) د لاسليك كولو باوجود مونږ په فراخه زړه كډوالو ته ځاے وركړے۔ ده ووئيل مېلمستياﺀ د پاكستان په ډي اېن اے كښې شامل ده او دا هېواد خپل قانوني، اخلاقي او بشري ذمه وارۍ سره كوي او كوي به ۔ ده ووئيل مونږ تر ډېرې مودې چې څومره خلقو ته ځاے وركولې شو هغې له لپاره مونږ ډېره خواري كړې خو څوك چې دلته د پاتې كېدو حق هم نه لري ھغوي ته مو هم په رضاكارانه توګه د هېواد پرېښودو لپاره مناسب موقع وركړې۔ وزيراعظم ليكلي دي په رضاكارانه توګه وطن ته ستنېدو لپاره هغوي له د يو شمېر موقعو وركولو او غېر دستاويزي پاتې كېدونكو ته د ځان رجسټر كولو لپاره د حكومت موقعو وركولو باوجود هم يو شمېر وګرو په مستقل توګه د خپل حېثيت باقاعده كولو نه سرغړونه كړې۔ ده ووئيل چرته چې پاكستان د ډېرو خواري كښو او د قانون پالنه كوٶنكو كډوالو څخه ګټه پورته كړې نو هلته په لويه شمېره د كډوالو راتګ سره د مجموعي سماجي، اقتصادي او د امنيت لوئې زيان سره هم مخ شوے۔ ده خپل تحرير كښې وئېلي دي يو شمېر خلق په بلېك ماركيټ كښې كار كوي ٬ بېخي ټېكس نه وركوي او د مجرمانه انډر ورلډ استحصال سره هم مخ دي، هغوي په منطقه كښې سرګرم ترهګرو تنظيمونو سره روابط هم لري ۔ ده ووئيل د اګست كال 2021 نه ديخوا د لږو نه لږ 16 افغان وګړو د پاكستان دننه ځانمرګي بريدونه كړي او 65 ترهګر وژلې شوې دي٬ نګران وزيراعظم ليكلي امنيتي ځواكونو سره د نښتو په مهال د وژلے شوو ترهګرو په خاص توګه په پوله ايزو سيمو كښې د هغوي شناخت د افغانيانو په توګه شوے۔ ده ووئيل يو ذمه وار حكومت هم دا ډول اندېښنې نشي نظر اندار كولې، كله چې مونږ دا خبره افغان عبوري حكومت سره وكړه ھغوي مونږ ته خپل ځان ته د كتلو مشوره راكړه او مونږ ان دا چې اوس خپل كور ته د ترتيب وركولو سره د هغوي په مشوره د عمل كولو پرېكړه كړې ده ۔ ده زياته كړې چې د پاكستان لخوا هېواد ته د ستنولو پروګرام باندې د ځېنې خلقو متوقع تنقيد دا خلق ځان ته متوجه كړل كوم چې د مسئلې په پېچلتيا او تاريخ نه پوهېدل او يا بيا په زبردستۍ د هېواد څخه د ويستلو نه ئې ډډه كوله او د غېر معمولي هلو ځلو ادراك ئې نه لرلو٬ ده ووئيل وطن ته د بېرته لېږونكو خېر ښګړې باوري كولو لپاره د حكومت په پروګرام كښې شاملو ټولو عهدېدارو ته په سختۍ سره امر شوے چې ھغوي د ډي فورټ كوونكو مناسب احترام او پالنه وكړي٬ ده ليكلي مونږ په زور څوك د هېواد نه شړلي نه دي بلكې په رضاكارانه٬ محفوظ او په عزت سره د هغوي وطن ته ستنول د خپلو قانوني اثاثو سره باوري شوي ، دغسې افغانستان ته ستنېدونكو كښې نزدې 93 فيصده په خپله خوښه تللي۔ ده ووئيل مهمه خبره دا ده د رجسټرېشن كارډ ثبوت لپاره درخواست كوٶنكې 1.45 مېليونه افغانانو كښې څوك هم نه دي ستانه كړې شوي او نه هم ھغه اته لكه يا د دې نه زيات كسان څوك چې افغان شهري ګارډونه لري۔ ده ووئيل نزدې 79 ټرانزټ مراکز جوړ كړے شوي چرته چې ويړيا خوراك، شېلټر او طبي سهوليات وركړے كېږي او عمل اسانولو لپاره په پاك افغان پوله اضافي كراسنګ پوائنټس بېرته كړے شوي۔ ده خپل مضمون كښې وئېلي دي امنيتي اهلكار كډوال تر پوله ايزو كراسنګ رسوي ، د مېرمنو او كوچنيانو خاص خيال ساتلے كېږي، د هر ډول بدسلوكۍ اطلاع لپاره اېمرجنسي هېلپ لائن موجود دے۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ ليكي په اګست 2021 كښې افغانستان څخه د لوېديزو اتحاديانو ناڅاپي وتلو پاكستان ته د نوو كډوالو راتلل زيات كړي ٬ بيا بيا افغان وګړي په دې وئيلو په پوله راوړلي چې زمونږ ژوند ته خطر دے٬ يو ځل بيا مونږ د هغوي ښګړې له سنجيده ګامونه اغستي ٬ په دې تسليمولو چې ځيني كسان خاص تحفظ ته اړتيا لري۔ ده مونږ خطر سره مخ ډلې لكه موسيقاران ٬ خبريالان او د بشري حقونو كاركنانو د هېواد نه نه اوباسو خو مونږ د نورو هېوادونو مرستې ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل په نوو كډه كوٶنكو كښې يواځې 59 زره 33 د پاكستان نه بهر آباد كړې شوي او 42 زره 69 لويديز ته تللو ته په انتظار دي۔ ده ووئيل پاتې كسان سياسي پناه لپاره د چا قائل كولو له د كېس په وړاندې كولو كښې پاتې راغلي او هغوي په پاكستان كښې خپل غېر قانوني قيام جاري ساتلے دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں