امن او استحكام ته به تر ټولو اول پام كولے شي٬د بي اېن اے مشر سرفراز سنګلزئي عرف مريد بلوڅ د ملګرو پشمول وسله غورځول د پاكستان او بلوچستان لپاره خوشبينه پېشرفت دے ۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي امن او استحكام ته به تر ټولو اول پام كولے شي٬د بي اېن اے مشر سرفراز سنګلزئي عرف مريد بلوچ د ملګرو پشمول وسله غورځول د پاكستان او بلوچستان لپاره خوشبينه پېشرفت دے۔د شورو په ورځ په ايكس جاري شوي ټوېټ كښې ده ووئيل د بي اېن اے پخواني مشر ګلزار امام شمبے په نزدې وخت كښې د ګرفتارۍ نه پس قامي چوكاټ كښې شاملېدو نه پس دا دوهم لويې مهم پېشرفت دے۔ده ووئيل بېلتون خوښي ٬ عسكريت خوښي قامي چوكټ كښې راوستلو لپاره زمونږ رياست او ادارې يو هم آهنګ نقطه نظر له د شموليت د لارې امن له وده وركوي٬دا اقدام تل پاتې امن٬خبرو اترو ته ودې وركولو او د كميونټيز تعميرنو عكاس دے۔ده ووئيل مونږ په ګډه خپلو راتلوونكو نسلونو لپاره د يو هم آهنګ او محفوظ سباؤن لاره هواروو۔ده د قانون نافذ كوونكو ادارو او استخبارتي ايجنسو په خاص توګه د آئي اېس آئي هڅو ستائنه وكړه چا چې د پيچلې او استخباراتي عملياتو مشري او منصوبه بندي كړې او دغه ئې تر خپل انجام رسولے۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں