د مذهبي چارو نګران وفاقي وزیر په كراچۍ حاجی کیمپ كښې د حجيانو آسانيو لپاره د پورته شوو ګامونو جاج واخست

image

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقی وزیر انیق احمد د كراچۍ په حاجي کیمپ كښې د حجيانو آسانيو لپاره د ضروري ګامونو جاج اغستے دے ۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې په دې موقع په خپلو خبرو كښې نګران وفاقی وزیر ووئيل د حجيانو آسانيو لپاره ټول ضروري اقدامات کېږي، 50 كاله پس په حاجی کیمپ كښې د رنګ روغن كار كېږي،ډير زر به دا ټول كار بشپر شي۔ده سپارښتنه وكړه چې حج دې لا آسان كړے شي، د سپانسرشپ حج سکیم د لارې سمندر پورې پاكستيان نه يواځې په كم خرڅ د معیاري سهولیات آسانۍ ترلاسه كوي بلكه ډالرز كښې ادائیګۍ سره به رياست ته هم ګټه ورسي۔ده ووئيل ریګولر حج سکیم كښې 70 زره څخه زيات درخواستونه ترلاسه شوي،د زيارت په ورځ به د حج قرعه اندازي کولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں