پاکستان د هندي چارواکو هغه پریکړه غندلې په كومه كښې چې تحريك حريت جمو او کشمیر د پنځو کلونو لپاره “غير قانوني تنظيم ” ګرځولے شوے

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)پاكستان د هندي چارواكو لخوا د تحريك حريت جمو او كشمير پنځو كالو لپاره د “غيرقانوني تنظيم” ګرځولو اعلان سخته غندنه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياندي لخوا جاري شوي بيان له مخې حريت تحريك د جمو او كشمير دويم كشميرے ګوند دے په كوم چې د يوې اوونۍ نه په لږه موده كښې د هند لخوا د غيرقانوني هلو ځلو ايكټ لاندې بنديز لګولے شوے ۔ د هند په غيري قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر کښې د کشمیريانو په 6 سياسي ګوندونو بندېز لګولے شوے ۔ د بيان له مخې د حريت تحريك جمو او کشمیر بنياد نامتو كشميري لارښود سید علي شاه ګيلاني اېښودے ؤ ، چې په 2021 کښې د اوږدې نظر بندۍ په مهال په حق رسيدلے ؤ۔بیان له مخې قابضو چارواكو د هغه مړے په بې رحمانه ډول ځان سره وړے ؤ او خپلوانو ته یې د جنازې په مراسمو کښې د ګډون اجازه نه وه وركړې ۔وياندې ووئيل په سياسي ګوندونو بنديز د هند لخوا د كشميري اولس محكومه ساتل ، د اختلاف رائے مخه نيولو او د هند په غير قانوني توګه قبضه كړي جمو او كشمير كښې د خپلې قبضې د قوي كولو د هند د ناوړو كمپاين برخه ده او دا كاروائي د نړيوالو بشري حقونو پشمول د بشري قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔ د بيان ترمخه هند بايد په مقبوضه کشمير کښې په سياسي ګوندونو غيرقانوني لګولې بنديزونه ختم كړي، د کشمير د خلقو بنيادي حقونو او ازادۍ احترام وکړي، ټول سياسي بنديوان خوشې کړي او د جمو او کشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل وکړي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں