د خبر رسنيو ادارو نړيوال كنفرنس نه پس د اے پي پي لخوا د راغليو بهرنيو مېلمنو په درناوي كښې كلتوري شو

image
APP01-15 ISLAMABAD: May 15 – An artist playing flute during cultural show at the concluded session of the Two-day International Conference of News Agencies (ICNA) attended the delegates from various countries organized by the Associated Press of Pakistan (APP) under the theme, “Pakistan’s Media – Opportunities and Challenges” with special focus on ‘News Agencies – Emerging Professional Challenges at last late night.' APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د قامي خبر رسنې ادارې “اے پي پي” تر سېوري لاندې د دوه ورځني انټرنېشنل كنفرنس آف نيوز اېجنسيز په موقع د اے پي پي لخوا د بهرنيو مېلمنو په درناوي كښې كلتوري شو وشه چې پكښې نوميالو موسيقارو او هنرمندانو د خپل فن څرګندونه كولو سره ګډون كوٶنكو څخه داد واخست ۔ د نړۍ د اتلسو هېوادونو نه راغلېو مېلمنو او ځائي ګډون كوٶنكو د رنګا رنګ پروګرام نه خوند واخست او د هنرمندانو د كاركردګۍ ستائنه ئې وكړه۔په دې موقع نوميالي موسیقار استاد سائیں رئیس احمد خان په وائلن٬ ديدار حسېن په طبله د خېبر پښتونخوا لوك فنكار په رباب د خپل فن څرګندونه كولو سره ګډون كوونكو څخه داد تر لاسه كړو۔ راغلي مېلمانه د پاكستان كلتور نه خبرولو لپاره د پائې په پروګرام كښې د ژوند د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړٶ۔ مېلمنو د ميډيا پروفېشنلز سره سره د هېواد د بېلا بېلو برخو كلتور رامخې كولو لپاره د هنرمندانو په رابللو د اے پي پي د اېم ډي مسعود ملك د هڅو ستائنه وكړه۔ د ستورې په پائي كښې اېم ډي اے پي پي كنفرنس په كاميابۍ د انتظاميې مننه وكړه او دوي له ئې شېلډز او سندونه وركړل۔ په دې موقع اېم ډي اے پي پي مسعود ملك ووئيل د دوه ورځني كامياب كنفرنس په نتيجه كښې نه يوازې يو نوې ميډيا فورم “انټرنېشنل فورم آف نيوز اېجنسيز ” (ايفنا) جوړ شو بلكې دې سره د پاكستان د يو سوله ايز هېواد په توګه پېژندګلي رامخې ته شوې٬ د شاندار كوربتوب ٬ كلتوري رواياتو څخه د زړه پورې پېغام هم بهر هېوادونو ته ولېږلې شو۔ د اے پي پي اېم ډي دا هيله څرګنده كړه چې د اېفنا د لارې به د صحافت په څانګه كښې لا كار وكړې شي۔ مسعود ملك ګډون كولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره باور وركړو په راتلونكو كښې به د نيوز اېجنسيز ترمېنځه نه يوازې د خبرونو د تبادلې د لارې مرسته لا زياته شي بلكې د اړوندو منطقو خلق به يو بل ته رانزدې كولو لپاره هم مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں