لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د چين سېنټرل ملټري كمېشن چيئرمېن جنرل چانګ يو شا له نشان ﺀ امتياز (ملټری) وركړو

image
APP09-18 ISLAMABAD: May 18 – Acting President Muhammad Sadiq Sanjrani conferring the Nishan-i-Imtiaz (Military) upon General Zhang Youxia, Vice Chairman of Chinese Central Military Commission at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد ۔18مئی (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني د چين سېنټرل ملټري كمېشن چيئرمېن جنرل چانګ يو شا له نشان ﺀ امتياز (ملټری) وركړے۔ په دې لړ كښې ايوان صدر كښې يوه درنه دستوره وشوه په كومه كښې چې ده جنرل چانګ يوشا له دا اعزاز وركړو۔ دستوره كښې د وسله والو ځواكونو مشرانو ٬ پاكستان كښې د چين سفير یاؤ جنګ او مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د دستورې نه پس د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن د لنډ مهاله اولس مشر سره ملاقات هم وكړو۔لنډ مهاله اولس مشر نشان امتياز ملټري اعزاز په ترلاسه كېدو هغه له مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان او چين د باور وړ نزدې ملګري دي ځكه چې د دواړو هېوادونو ملګرتيا په شريك احترام او باور اډانه ده۔ده ووئيل د پاك چين ملګرتيا زمونږ د خارجه پالېسۍ بنياد دے او زمونږ دفاعي اړيكې سيمه كښې د امن او استحكام ضمانت دې۔ده د كشمير پشمول د سلامتيا او سيمه ايز استحكام په چارو د چين د پرله پسې په حمايت د چينائي قيادت مننه وكړه۔په دې موقع د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرال چانګ يو شا په نشان امتياز ملټري وركولو د لنډ مهاله اولس مشر او د پاكستان د اولس مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں