ملاله یوسف زئی ګلګت بلتستان كښې د شرخوښو د لاسه د انجونو د سكولونو سوزولو پېښه وغندله

image

اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) د نوبل انعام درناوې ترلاسه كوؤنكې ملاله يوسف زئۍ ګلګت بلتستان كښې د شرخوښو دلاسه د انجونو د سكولونو د سوزولو پېښه غندلو سره ددې سكولونو بيا جوړولو غوښتنه كړې۔ په ټوئټر خپل بيان كښې دې په دې ناوړه پېښه د غم او غصې څرګندونه كړې۔ دې ووئيل شرخوښو دا ښودلې چې دوئي د يوې انجونې يو كتاب نه څومره ويره كوي۔ ملاله يوسفزئۍ ووئيل مونږ له به دا سكولونه يو وارې بيا زر تر زره جوړول او انجونې خپلو درسونو ته بيا راوستلو سره نړۍ ته دا ښودل وي چې تعليم د هر هلك او انجونې حق دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں