د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري ډاكټر عارف علوي ته په اولس مشر ټاكلې كېدو مباركي وركړه

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري ډاكټر عارف الرحمان علوي ته د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ سپيكر او دوهم سپيكر د مباركۍ په جلا جلا پېغامونو كښې ډاكټر عارف الرحمان علوي ته د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې په كاميابي ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د هغه د اولس مشر په حېث ټاكلې كېدل د هغه په زيركتيا او صلاحيتونو د قامي اسمبلۍ سېنېټ او څلور واړو صوبو د اسمبلو غړو د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل د نوي صدر ټاكنه او د يو جمهوري حكومت بل جمهوري حكومت ته د اقتدار په سوله ايزه ډول منتقل كېدل يو مهم پېشرفت دے٬دې سره به هېواد كښې جمهوريت مضبوط شي۔دوي هيله ولرله چې عارف الرحمان علوي به د اولسي نمائندګانو هيلې ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں