د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاٶس كښې د پوهنتون جوړولو د پېشرفت جاج اخستو غونډه

image

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم هاٶس كښې د مجوزه پوهنتون د قرارداد مسودې له د جاج اخستو كمېټۍ ٬ د وائس چانسلر انتخاب لپاره د سرچ كمېټۍ جوړولو او په وړومبي پړاٶ كښې د انسټيټيوټ آف اېډوانس سټډز جوړولو منظوري وركړې شوې ٬ دغسې د پوهنتون ډيزائن او آپرېشنل معاملو لپاره د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو پرېكړه شوې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وزيراعظم هاٶس كښې د پوهنتون جوړولو په لړ كښې د پېشرفت جاج اخستو لپاره غونډه وشوه چې پكښې د تعليم او قامي ورثې وفاقي وزير شفقت محمود ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن طارق بنوري او د اېچ اي سي چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې په وزیراعظم هاٶس كښې د مجوزه پوهنتون د قرارداد مسودې له د جاج اخستو كمېټۍ ٬ د وائس چانسلر انتخاب لپاره د تعليم وزير په مشرۍ كښې د سرچ كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې شوه ۔ د غونډې په مهال د پوهنتون ډيزائن او آپرېشنل معاملو لپاره د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو پرېكړه شوې ۔د نوي تعليمي كال په مهال به سږ كال دسمبر كښې د ” پاكستان او منطقه كښې رامخې ته شوو چېلنجونو” په سر خط كنفرنس كولې شي۔ په وړومبي پړاٶ كښې د انسټيټيوټ آف اېډوانس سټډز (آئي اے اېس) جوړولو منظوري وركړې شوې۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې آئي اے اېس جوړېدو سره به په باقاعده توګه تعليمي هلې ځلې پېل شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں